@bbcpashto

bbcnewspashto

Unknown

Instagram posts and videos uploaded by bbcpashto

bbcpashto

class="content__text" د برتانیا شهزاده هري او د هغه مېرمن مېګن مارکل ته ویل شوي چې خپل شاهي استوګنځی، فروګمور کاټیج پرېږدي. مخکې راپور ورکړل شوی و، دغه استوګنځی چې، د وینزر ماڼۍ کې دی، د یارک ډیوک شهزاده انډریو ته ورکول کیږي. اوس د شهزاده هري او مېګن مارکل ویاندانو هم دا خبر تایید کړی، په داسې حال کې چې شاهي ماڼۍ (بکینګهم ماڼۍ) تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي. شهزاده هري او مېرمن یې دا مهال له خپلو دوو بچو سره د امریکا په کلیفورنیا کې ژوند کوي. شهزاده هري او میګان په ۲۰۲۰ کال کې له خپل شاهي ژونده تېر شول او وروسته یې انګلستان هم پریښود. د وینزر لرغونې ماڼۍ چې د لندن په برکشایر ښارګوټي کې ده، د شهزاده هري انا، دویمې ملکې الیزابت لخوا دغې نوې جوړې ته ډالۍ شوې وه. شهزاده هري او مېګن پخپله ورکړل شوی ځای ترمیم کړ او اټکل دی چې په ۲۰۱۸ کال کې پرې دوه اعشاریه څلور میلیونه پونډه لګول شوي وو. په پیل کې دا لګښتونه له عامه مالیاتو ورکول کېدل، خو وروسته بیا شهزاده هري ټولې پیسې خپله ورکړې. د راپورونو له مخې شهزاده هري او مېګن ته د دې کال په جنورۍ کې د بکینګهم ماڼۍ لخوا ویل شوي و، چې دا استوګنځی پرېږدي، دا ګام وروسته تر هغه پورته شوی چې د شهزاده هري له خوا د "سپېر" کتاب خپور شو. د هري دا کتاب د جنورۍ میاشت کې په بريتانيا کې خپور شو. دا له ۱۹۸۸ کال راهیسې په چټکۍ سره د دې هېواد ترټولو زیات پلورل شوی غیر افسانوي کتاب دی.

March 03, 2023

bbcpashto

class="content__text" د طالبانو حکومت ویلي چې دغو چارواکو د یو شمېر ولایتونو له علماوو سره یو ځای په کندهار کې له خپل مشر سره ليدلي. د طالبانو د حکومت ویاند بي بي سي ته ویلي، دوی په خپلو کاري چارو کې مشورې ته کندهار کې خپل مشر ته ورغلي. په دغو چارواکو کې د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیران شامل دي. ځینو سرچينو کندهار ته د طالبانو د استخباراتو د مشر د تګ خبر هم ورکړی. د طالبانو د حکومت د کابينې دغه غړي له هغو څېرو دي چې د خپلې مشرتابه د اوږدمهالو سیاستونو په اړه يې په غونډو کې په ډاګه نظرونه څرګند کړي او د نجونو د زده کړو په ملاتړ يې هم بیا بیا غږ پورته کړی. د طالبانو د حکومت د کابينې هغه غړي چې هم کلیدي وزارتونه پر مخ وړي، هم د دغه خوځښت له مهمو سټو دي او هم يې په دې وروستیو کې د خپل نظام د لرلیدونو او په تېره بیا د ښځو د زده کړو په تړاو د لوړ غږ نظرونه لرلي وو د خپل مشر لیدو ته کندهار ورغلي. که څه هم د طالبانو د حکومت وايي، دوی د يو شمېر ولایتونو له علماوو سره یو ځای د مشر لیدلو ته کندهار ته تللي. د طالبانو د حکومت اعلامیه وايي چې د یو شمېر ولایتونو له علماوو سره د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو سرپرستانو هم د دوی له مشر هبت الله آخندزاده سره په غونډه کې ګډون کړی. د طالبانو حکومت ويلي چې د طالبانو مشر دغه علما او مسؤلین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي، د ديني علم د ترویج په ګډون يې توصيې ورته کړې. د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته هم وویل چې د کابينې دغه غړي په خپلو کاري برخو کې مشورې غوښتلو ته ورغلي وو. د طالبانو د حکومت د کابينې دغه مخکښ غړي داسې مهال کندهار کې د خپل مشر لیدلو ته له علماوو سره یو ځای ورځي چې د نوي ښوونیز کال په رارسېدو سره یو وار د افغانانو او نړیوالو سترګې دي چې دوی به په زده کړو کې د نجونو او ښځو له حضور سره څرنګه چلند کوي. د طالبانو لوړو زدکړو وزارت همدا پرون بي بي سي ته ومنله چې د کابل په ګډون د سړو سیمو پوهنتونونه به د کب په ۱۵مه یوازې د هلکانو لپاره پیل شي او د ښځینه محصلینو په اړه د دوی د حکومت پرېکړې تغییر نه دی کړی. د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د لیندۍ میاشتې په ۲۹ نېټه د یوه مکتوب په ترڅ کې ټولو دولتي‌ او خصوصي پوهنتونو او د لوړو زدکړو موسسو کې د "نجونو تحصیل تر امر ثاني‌" پورې ځڼدولی وو چې د دوی د حکومت له پیل سره سم تر شپږمو ټولګیو پورته نجونو د زده کړو بندولو ته په کتو دې هم پرېکړې هم پراخ غبرګونونه را وپارول.

March 03, 2023

bbcpashto

class="content__text" د سمندر لوړېدونکې کچه کوم هېوادونه ګواښي؟

March 03, 2023

bbcpashto

class="content__text" د نیویارک ښار چارواکي د ولسمشر جو بایډن پر ادارې فشار راوړي چې د بې شمېره کډوالو د ورتګ غم وخوري. دوی وايي نیویارک ښار کافي خدمات نلري چې دوی ته یې برابر کړي. له تېر پسرلي راهیسې، تر ۴۵۰۰۰ ډېر کډوال نیویارک ښار ته ورغلي دي. اوس دغلته بې کوره کسانو لپاره په پناه ځایونو کې تر ډېره کډوالو اوسېږي. د کډوالو مسله اوس ډېره سیاسي شوې ده. اوس د دېموکرات ګوند غړي هم پر ولسمشر بایډن غږ کوي چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

March 03, 2023

bbcpashto

class="content__text" یوه اوه سوه کلنه څوکۍ، هغه چې له منځنۍ پېړۍ راهیسې د بریتانیا د پاچايانو او ملکو د تاج پر سرلو مراسمو کې کارول کېږي. اوس دا څلور میاشتې کېږي چې د لرغونو توکونو ساتونکي لګيا و او پر دې څوکۍ یې کار کاوه چې د نوي پاچا درېیم چارلز د تاج پر سولو مراسمو ته یې تیاره کړي. دغه مراسم په وېسټ مېنسټر ودانۍ کې کېږي. زموږ د شاهي چارو خبریال نېکولس وېچل رپوټ لري:

March 03, 2023

bbcpashto

class="content__text" د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حکومت ضد لاریون کوونکي چې د ده له قضایي اصلاحاتو سره ناخوښه دي، تورنوي، چې په وینا یې تر سرې کرښې اوښتي دي. ده وویل ګډوډي نشي زغملی. ښاغلي نتنیاهو دا خبرې وروسته له هغې وکړې چې خلک یو ځل بیا په تل ابیب کې سړکونو ته راووتل . په دغو مظاهرو کې څوارلس کسان ټپیان شول. مظاهره کوونکي وايي د پارلمان له لارې د پراخو بدلونونو راوستل به د قضا خپلواکي زیانمنه کړي او ډېموکراسي به له ګواښ سره مخ کړي. زموږ د منځني ختیځ خبریاله یولانډ نېل له بیت المقدس رپوټ لري.

March 03, 2023

bbcpashto

class="content__text" په ختیځه افریقا کې وچکالي لا هم روانه ده او فکر کېږي دا شپږم پرله پسې موسم به هم پکې ډېر وچ وي. تر ټولو ډېر ځپل شوي هېوادونه کینیا، سومالیا او ایتوپیا دي. اوس، په زرګونو سومالیایان له خپل هېواد وځي. دوی ته د اقلیم مهاجرین ویل کېږي. دا خلک بیا ګاونډي کینیا ته ځي. زموږ د افریقا خبریاله داداب کمپ ته تللې وه. دغه کپ ته په تېر یوه کال کې څه باندې سل زره کسان رسېدلې دي.

March 03, 2023

bbcpashto

class="content__text" د امریکایۍ ادارې اېف بي ای مشر، کریسټوفر رې وايي، ډېر امکان شته چې کوویډ ۱۹ په ووهان کې د چین د حکومت تر کنټرول لاندې له یوه لابراتوار وتلی وي. په ځواب کې یې، چین پر اېف بي ای تور لګولی چې د کورونا وېرس سرچینې په اړه پلټنې سیاسي کوي، او وايي د دې خبرې ملاتړ هېڅ نوي ساینسي شواهد نشته. د امریکا نورې ادارې بیا په دې باور دي چې وېروس په طبیعي ډول جوړ شوی دی.

March 02, 2023

bbcpashto

class="content__text" په تېره فبرورۍ میاشت کې کلدارو ۳۱ اعشاریه پنځه سلنه ارزښت بایللی چې دا له ۱۹۷۵ کال را وروسته تر ټولو لوړه کچه بلل شوې. د مالومات پر بنسټ د ۱۹۷۵ کال په اپرېل میاشت کې پاکستانیو روپیو د انفلاسیون یا پړسوب کچه ۲۹ اعشاریه ۳ سلنې لوړه شوې وه. د پاکستاني چارواکو په وینا په روان مالي کال کې د کلدارو د نرخ بایللو چټک بهیر په تېره جنورۍ کې پيل شو چې د انفلاسیون کچه یې ۲۷ اعشاریه ۶ سلنه پورته شوه. تېر کال بیا په فېبرورۍ میاشت کې کلدارو د بهرنیو اسعارو او په ځانګړي ډول ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت ۱۲ اعشاریه دوه سلنه بایللی وو. د پاکستانۍ روپۍ د پړسوب یا انفلاسیون له امله په پاکستان کې د توکو بیې هم په کمساري ډول لوړې شوې دي. د رپوټونو له مخې په تېره فېبرورۍ میاشت کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې ۴۵ سلنه لوړې شوې دي. په جنورۍ میاشت کې پاکستان کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې کمپنیو لخوا د ډالرو پر ارزښت د لګول شوي محدودیت له پورته کېدو وروسته کلدارو یوازې څو ساعتونو کې د یوه ډالر پر وړاندې نږدې ۲۵ روپۍ ارزښت بایلود. د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د کلدارې ارزښت داسې وخت کې پرېوځي، چې پاکستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.

March 02, 2023

bbcpashto

class="content__text" د طالبانو لوړو زدکړو وزارت بي بي سي ته ومنله چې د سړو سیمو دولتي پوهنتونونه به راتلونکې دوشنبه د روانې کب میاشتې په ۱۵ مه چې د مارچ میاشتې له پنځمې سره برابره ده نوی تحصلي کال پیل کړي. د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي بي بي سي ته وویل چې دا پرېکړه د لوړو زدکړو وزارت رهبرۍ شورا کړې. د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د لیندۍ میاشتې په ۲۹ نېټه د یوه مکتوب په ترڅ کې ټولو دولتي‌ او خصوصي پوهنتونو او د لوړو زدکړو موسسو کې د "نجونو تحصیل تر امر ثاني‌" پورې ځڼدولی وو چې پراخ غبرګونونه یې را وپارول. هغه مهال د طالبانو حکومت ویلي وو چې په دې برخه کې ځینې ستونزې شته چې سمون ته اړتیا لري. اوس د لوړو زدکړو وزارت وایي چې په ژمنیو رخصتیو کې یې د پوهنتونو ارزونه کړې او د هغوی ډېرې ستونزې یې حل کړې دي. خو د پوهنتونو د پیل په اړه له نوي اعلان نه داسې ښکاري چې لاهم د طالبانو حکومت له نظره هغه ستونزې چې د دوی له نظره د نجونو زده کوونکو په اړه شته نه دي حل شوې ځکه خو پوهنتونونه یوازې د نارینه زده کوونکو لپاره پرانیستل کېږي. بل خوا د طالبانو لوړو زدکړو وزارت په خبرتیا کې یوازې دولتي پوهنتونونه یاد شوي او د شخصي پوهنتونو یادونه نه ده شوې. د افغانستان د شخصي پوهنتونو ټولنه تمه څرګندوي چې دا پرېکړه په دوی عملي نه شي. ددې ټولنې ویاند کریم ناصري بي بي سي ته وویل شخصي پوهنتونو ته د تحصلي کال د پيل لپاره ځانګړی مکتوب ورغلی خو د نجونو یادونه نه ده پکې شوې. خو دغه ټولنه اندېښنه لري که په راتلونکې کال کې هم نجوني شخصي پوهنتونو ته د زدکړو لپاره پرې نه ښودل شي ډېر پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې به وتړل شي. ښاغلی ناصري زیاتوي: " پرته له شکه چې دا یوه لویه اندېښنه ده، له وړاندې شاوخوا ۴۰ پوهنتونونه او موسسې چې ډېری محصلانې یې نجونې دي د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي." ددې ټولنې د مالوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰ شخصي پوهنتونونه او لوړو زده کړو موسسې فعالیت لري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لوړو زدکړو وزارت د سلواغې په اتمه شخصي پوهنتونو ته امر وکړ چې د کانکور ازموینې لپاره تر "امرثاني" پورې نجونو ته د نوم لیکنې اجازه ور نه کړي. د نوی ښوونیز او تحصلي کال لپاره ډېرې تمې وې چې طالبان به نجونې پرېږدې چې لوړې او ثانوي زده کړې وکړي. لا مالومه نه ده چې د راتلونکی ښوونیز کال لپاره به چې څو اونۍ وروسته به پیلېږي له شپږم ټولکي پورته د نجونو زده کړو په اړه به د طالبانو حکومت پریکړه څه وي.

March 02, 2023

bbcpashto

class="content__text" د ۲۰۲۱ کال اګسټ راهیسې پر افغانستان د طالبانو له واګو وروسته په ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او زدکړو برخه کې پر ښځو له بندیزونو سربېره له کار کولو هم راګرځول شوي. خو له دې بندیزونو سربېره هم ځینې ښځې چې پر پانګونه یې لاس بر وي بېلابېلو برخه کې ښځو ته د کار زمینې برابرولو هڅه کوي. له دغو ښځو یوه یې زرینه ده چې د افغانستان شمال خوا د بغلان ولایت پلخمري ښار کې یې د خوږو یوه فابریکه جوړه کړې، او لسګونه هغو ښځو ته یې پکې د کار فرصت برابر کړی چې د خپلو کورونو سرپرستي په غاړه لري. تېرو شلو کلونو کې افغانې ښځې د اقتصادي پلوه پر ځان بسیانې لور ته روانې وې خو واک ته د طالبانو له راتلو وروسته یو ځل بیا په کورونو کېنول شوې.

March 01, 2023

bbcpashto

class="content__text" یونان کې د دوو اورګاډو ټکر لسګونه کسان وژلي د یونان لاریسا ښار ته څېرمه دوه اورګاډي ټکر شوي چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د بېړنیو چارو سازمانونو ویلي، د یونان په شمال کې د اورګاډو د ټکر سیمې ته د سې شنبې په مازدیګر ‍۵۰ ژغورندویان او ۴۰ امبولانسونه رسېدلې او تېره کرۍ شپه یې د خلکو د ژغورلو عملیات مخته بېول.‌ ویل کېږي د پېښې په یوه اورګاډي کې شاوخوا ۳۵۰ کسان سپاره وو له یوه بار وړونکي اورګاډي سره ټکر شوی دی. پر خبري وېبپاڼو خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د پې‍ښې له ځایه د اور لمبې او ټینګ لوګی پورته کېږي.‌ تر اوسه د اورګاډي د ټکر لامل نه دی په ګوته شوی.‌ د اور وژنې اداره وايي، د اوروژنې ۱۷ ګاډي د اور وژلو هڅه کوي. مسافر وړونکي اورګاډي د تسالونیکي او لاریسا ترمنځ مسافر لېږدول.

March 01, 2023

Similar accounts

natgeo

284.3m followers

@natgeo
iamcardib

169.3m followers

@iamcardib
ddlovato

157.4m followers

@ddlovato
realmadrid

152.8m followers

@realmadrid
chrisbrownofficial

145.3m followers

@chrisbrownofficial
fcbarcelona

125.6m followers

@fcbarcelona
championsleague

113.4m followers

@championsleague
gal_gadot

109.3m followers

@gal_gadot
sooyaaa__

77.4m followers

@sooyaaa__
premierleague

72.7m followers

@premierleague
theweeknd

71.7m followers

@theweeknd
urvashirautela

70.3m followers

@urvashirautela

Disclaimer

The data provides is not authorized by TikTok. We are not an official partner of TikTok.

Use of materials from the resource is permitted only with a link to our resource.

Copyright © 2024 insiflow.com